کرکټ؛ افغانستان ایرلنډ ته د ۳۱۱ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د نننۍ سیالۍ یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ۳۱۰ منډې وکړې.

د دې سیالۍ پچه مېلمه لوبډلې ګټلې وه او افغان لوبډله یې توپوهنې ته بللې وه.

په افغان توپ وهونکو کې رحمن الله ګربز ۱۲۱، ابراهیم ځدراڼ ۶۰، حشمت الله شهیدي ۵۰ او محمدنبي ۴۰ منډې وکړې.

ایرلنډ ته کیڼ لاسي ورو توپ اچونکي وان ووکم ۳ لوبغاړي وسوځول.

په دې سیالۍ کې نن د افغانستان د توپ اچونکو په ډله کې ځوان الله محمد غضنفر په لومړي ځل لوبېږي.

ایرلنډ به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.