د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پيلیز توپوهونکي رحمن الله ګربز د ایرلنډ پر وړاندې په لومړۍ نړیوالې سیالۍ کې سلیزه ووهله.
دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د ګربز ۶مه سلیزه ده.
هغه تر ۱۸ سیالیو وروسته وتوانېد چې سلیزه ووهي.
رحمن الله ګربز په یو ورځنیو سیالیو کې له پخواني وېکټ کیپر لوبغاړي شهزاد محمدي سره د خپلو سلیزو شمېر مساوي کړ.
افغانستان دمګړی په ۳۸ اورونو کې د دوو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۰۷ منډې لري.