کرکټ؛ نورعلي ځدراڼ له نړیوال کرکټ لاس په سر شو

نورعلي ځدراڼ د افغانستان لپاره دوه ټېسټ، ۵۱ یوورځنۍ او ۲۳ نړیوال شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې د یوې سلیزې او ۱۱ نیمه سلیزو پر مټ یې ټولټال ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان کرکټ د لومړيو وختونو لوبغاړي نورعلي ځدراڼ نن پنجشنبه له نړیوال کرکټ استعفا اعلان کړه.

افغان کرکټ بورډ لیکلي، د ځدراڼ لپاره یې نن د ایرلنډ پر وړاندې له لومړۍ یو ورځنۍ لوبې وړاندې د مخه ښې مراسم نیولي وو.

نورعلي ځدراڼ په وروستي ځل د ایرلنډ پر وړاندې ټېسټ سیالۍ کې ولوبېد.

نوموړي د نړیوال کرکټ لوبیز سفر د نورو مخکنیو افغان لوبغاړو په څېر په ۲۰۰۹ ز کال د سکاټلنډ خلاف پیل کړ.

نورعلي ځدراڼ د افغانستان لپاره دوه ټېسټ، ۵۱ یوورځنۍ او ۲۳ نړیوال شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې د یوې سلیزې او ۱۱ نیمه سلیزو پر مټ یې ټولټال ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې وې.

د ویلو ده چې په ورستیو کې د نوموړي په لوبېدو سره په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ مینه‌والو پراخ غبرګونونه هم ښودلي وو.