کرکټ؛ ایرلنډ د افغانستان پر وړاندې توپ اچونه غوره کړه

د افغانستان د مخکینیو لوبو یو انځور

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل شوه.

د لوبې پچه د ایرلنډ لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې انتخاب کړه.

دغه سیالي د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغان لوبډلې په ۱۱ کسیز نوملړ کې نن په لومړي ځل الله محمدغضنفر ته چانس ورکړل شوی دی.

په لوبډله کې نور شامل لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، عظمت الله عمرزی، اکرام علیخیل، محمدنبي، ګلبدین نایب، نوراحمد او فضل حق فاروقي دي.

د ویلو ده چې دواړه هېوادونه به دوه نورې سیالۍ د مارچ په ۹مه او ۱۲مه نېټه ترسره کړي.