د روسیې دفاع وزارت: د اوکراین ۶ بې پيلوټه الوتکې مو نسکورې کړې دي

له ارشیفه د یوې بې پیلوټه الوتکې تصویر

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې نن (د مارچ ۷) یې د روسیې په درېیو سیمو کې شپږ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د دغه وزارت په وینا، یوه بې پیلوټه الوتکه په کورسک، درې بې پیلوټه الوتکې په براینسک او دوه نورې بې پیلوټه الوتکې د تولا په سیمه کې له منځه تللې دي.

یوه ورځ مخکې، د اوکراین بې پیلوټه الوتکې د کرسک سیمې په میخیلوفسکي کان کیندنې او ټیکنالوژۍ فابریکه برید وکړ او د اور لګېدنې لامل شو.

اوکراین تر اوسه د دې خبر په اړه تبصره نه ده کړې او د روسي چارواکو څرګندونې په په خپلواکه توګه د تایید وړ نه دي.