تړلو ښوونځیو ته اشاره؛ امریکا: یو غمجن کال د افغان نجونو په مخ کې دی

یو شمېر افغان نجونې چې اوس له زده کړو محرومې دي

په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل په درشل کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، یو غمجن کال د افغان نجونو په مخ کې دی.

د دغه وزارت ویاند متیو میلر په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات به له هر فرصت څخه په استفادې طالبان دې ته وهڅوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورکړي څو ښوونځیو ته ستنې شي.

طالبانو په افغانستان په بیا واکمنېدو سره د ۲۰۲۱ کال له اګست را وروسته افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو محرومې کړي او ورسره یې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې هم تړلي دي.

له نړیوالو فشارونو او غوښتنو سره سره لا هم طالبان له خپلې دې پرېکړې نه دي په شا شوي.