نیکي هیلي د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ له سیالۍ لاس واخیست

نیکي هیلي

نیکې هیلې د امریکا ولسمشرۍ ته د کاندیدو لپاره د جمهوریپال ګوند په خپل منځني انتخاباتو کې پرون چهارشنبې وروسته له هغې د سیالۍ له دوامه لاس واخیست چې د هغه سیال پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لویې سې شنبې په ورځ په ډېرو ایالتونو کې رایې وګټلې.

نیکې هیلې چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې یې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازې په توګه دنده ترسره کوله،پرون چهارشنبې په چارلیسټن کې اعلان وکړ چې نوره دغه سیالي مخ ته نه وړي.

د ګوند په خپل منځني ټاکنو کې د پنځلسو ایالتونو په ۱۴ کې یې ټرمپ بریالی شوی او تقریباً دامسله یقیني شوي چې ټرمپ به د امریکا د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې چې د روان کال د نومبرپه پنځمه نېټه کیږي، د ډموکرات ګوند له خوا د اوسني ولسمشرجوبایډن پر وړاندې کاندید وي.