جرمني اوکراین ته د سلګونه زره مرمیو د ټولولو لپاره د چک جمهوریت د نوښت ملاتړ وکړ

یو اوکرایني ټانک - ارشیف

د جرمني حکومت وایي، د اوکراین لپاره د توپونو د سلګونو زره مرمیو د پېرلو لپاره به د چک جمهوریت د نوښت ملاتړ وکړي.

د جرمني د حکومت ویاند شټیفن هیبرشټرایټ Steffen Hebestreit پرون چهارشنبې په برلین کې وویل چې د جرمني حکومت له یوې مودې راهیسې له پراګ سره خبرې کړې او زیاته یې کړه چې د دغو مهماتو د پېرلو د نوښت لپاره به لسګونه ملیون ایرو راټول شي.

هغه ونه ویل چې د دغو مهماتو د پېرلو لپاره څومره پیسو ته اړتیاده، خو د پلان له مخې د اروپایي ټولنې د قلمرو بهر له نورو هیوادونو به اته لکه د توپونو مرمۍ وپیرل شي.

اوکراین ویلي چې د روسیې د یرغل پر وړاندې له ځانه د دفاع لپاره وسلو او مهماتو ته سخته اړتیا لري.