شهیدي: افغانان دې په سخت وخت کې د خپلو لوبغاړو ملاتړ وکړي

د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ د یوورځنیو سیالیو لوبلړۍ د مارچ په ۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پيل شي.

د یادې لوبلړۍ د تمریناتي کمپ په وروستۍ ورځ د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه رسنیز کنفرانس کې رسنیو ته د خپلې لوبډلې د چمتوالي ډاډ ورکړی دی.

د شهیدي په خبره، د شارجه په لوبغالي کې یې لوبډلې ډېرې سیالۍ ترسره کړي چې په باور یې د لوبغالي کنډېشن به له دوی سره ډېره مرسته وکړي.

نوموړي د لوبډلې وروستیو ماتو ته په اشارې سره وویل، همدا یې د لوبډلې سختې شېبې دي او افغانان یې باید په همدې وخت کې ملاتړ وکړي ترڅو یو وار بیا د نړیوال جام په څېر پیاوړې سیالۍ وکړي.

افغان لوبډلمشر د ځینو ټپي شویو افغان لوبغاړو روغتيايي حالت ته په اشارې سره وویل: "بلکل د سریلانکا په سریز(لوبلړۍ) کې هم د عظمت الله عمرزي په پښه کې ټپ و، «هېمسټرینګ» یې لږ درد کاوه. او بیا په اخري میچ (لوبه) کې، بال لاندې و او دی پرې غورځېدلی و، دردونه و پرې. هغه ټېسټ سیالۍ ته هم نه و اماده او د دې یو ورځنیو سیالیو لپاره د کمپ په اولو ورځو کې نه و جوړ، خو اوس لوبېدو ته تیار شوی دی."

دغه راز هغه ملي لوبډلې ته د راشدخان او مجیب الرحمن د بیا را ستنېدو په تړاو وویل: "زه چې څومره معلومات لرم، دواړه به د ایرلنډ شل اوریز سریز ته امده وي. نور به دوی خپله او کرکټ بورډ پوهېږي، خو زما د معلوماتو له مخې شل اوریزو سیالیو ته به امده وي."

باید ووایو چې افغانستان او ایرلنډ به د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د مارچ په ۷مه، ۹مه او ۱۲مه نېټه ولوبوي او بیا به د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پيل کړي.