د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، ۲۰۲۳ کال په تېره یوه لسیزه کې کډوالو ته تر ټولو ډېر مرګونی و.
فرانس پرېس خبري اژانس د ملګرو ملتونو د دغې ادارې له قوله نن چهارشنبه راپور ورکړی چې تېر کال ۸۵۶۵ کسان د کډوالۍ پر لارو مړه شوي دي.
د مړو شویو کډوالو دا شمېر د ۲۰۲۲م کال پرتله شل فیصده زیاتوالی ښيي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا شمېرې د کډوالو ژوند ژغورنې ته د یوه اقدام د بېړنۍ اړتیا څرګندونه کوي.
ملګري ملتونه وایي، د کډوالۍ خوندي او منظمې لارې بندې دي، نو ځکه سلګونه زره کسان هر کال په غیر منظمو او خطرناکو لارو کډوال کېږي.
د مدیترانې سمندر کډوالو ته تر ټولو مرګونې لاره بلل شوې او دغه سمندر د اروپا، شمالي افریقا او لوېدیځې اسیا ترمنځ پروت دی.