په میدان وردګو ولایت کې نن چهارشنبه لسو کسانو ته د طالبانو د ځایي محکمو لهخوا په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د طالبانو سترې محکمې پر خپله ویبپاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر دغو کسانو چې دوه ښځې هم په کې دي، د "زنا، لواطت او بد اخلاقۍ" تورونه پورې دي.
که څه هم خبرپاڼه کې د ورکړل شوې تعزیزي سزا څرنګوالی مشخص شوی نه دی، خو مخکې تر دې طالبانو دغه ډول تورن کسان په دورو وهلي دي.
د بشري حقونو د دفاع بېلابېلو سازمانونو په وار وار د طالبانو په دغه ډول سزاوو نیوکې کړي او ویلې يې دي چې عدالت په کې تضمین نه دی، خو د طالبانو حکومت بیا د دغو سزاوو ننګه کوي او وایي، د جرمونو کچه ورسره کمېږي.