د یو شمېر هندي وګړو ادعا: له اوکراین سره جګړې ته مجبوره شوي یوو

ارشیف: د اوکراین له جګړې یو انځور

د هند ۷ وګړي په یوه ویډیو کې ادعا کوي چې د روسیې له‌خوا له اوکراین سره جګړې ته مجبوره شوي دي.

دغه اووه کسان چې نومونه یې نه دي ښودل شوي، وایي چې د تېر ۲۰۲۳ کال د ‌ډسمبر په وروستیو کې روسیې ته په چکر تللي، خو یوه لارښود کس چل ورکړی او بېلاروس ته یې بیولي دي.

دوی وایي، بېلاروس د ویزې نه درلودو له کبله دوی نیولي او بېرته یې روسیې ته لېږلي دي.

هندې اتباعو ادعا کړې چې روسیې ته له ګرځېدو سره سم یې له ژباړن پرته ځینې اسناد لاسلیک کړي او بلاخره د پوځي روزنې يوه مرکز ته استول شوي دي.

هندي چارواکو تېره میاشت وویل، د خپلو هغو شلو اتباعو د بېرته ستنولو هڅه کوي چې د هغوی په وینا د روسیې په پوځ کې جذب شوي دي.