د پاکستان ستره محکمه: د ذوالفقار علي بوټو محاکمه عادلانه نه وه

ذولفقار علي بوټو نوموړی په ۱۹۷۹م کال کې د جنرال ضیا الحق د پوځي رژیم پر مهال له محکمې وروسته اعدام شو.

د پاکستان سترې محکمې نن یو حکم صادر کړ او وې ویل چې پخواني صدر اعظم ذولفقار علي بوټو چې ۴۴ کاله مخکې د قتل په قضیه کې په دار وځړول شو، عادلانه محکمه نه درلوده.

ذولفقار علي بوټو د پاکستان د خلکو ګوند یا پیپلز پارټي بنسټ ایښودونکی دی او دغه ګوند اوسمهال د بلاول بوټو زرداري له خوا رهبري کېږي.

نوموړی په ۱۹۷۹م کال کې د جنرال ضیا الحق د پوځي رژیم پر مهال له محکمې وروسته اعدام شو.

د پاکستان قاضي القضات فایز عیسی د ده په مشرۍ د یوه نهه کسیز پلاوي له څېړنو وروسته نن چهارشنبه وویل، دوی موندلې چې د ذولفقار علي بوټو د محکومیت پر مهال عدالت نه دی مراعات شوی.

دغه حکم د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د غوښتنې پر اساس چې ۲۰۱۱ کال کې سترې محکمې ته راجع شوی و، اعلان شوی دی.

زرداري له محکمې غوښتي و چې د پیپلز ګوند د بنسټ ایښودونکي د اعدام قضیه وڅېړي.