ګوتیریش: هېوادونه باید د مرګونو وسلو له کارونې ډډه وکړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وایي، هېوادونه باید د مرګونو وسلو له کارونې ډډه وکړي.

ګوتیریش دغه څرګندونې پرون ناوخته ( د مارچ پنځمه) پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر د بې وسلې کېدو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

ګوتیریش زیاته کړې چې بې وسلې کېدنه او د وسلو د نه پراختیا په اړه عامه پوهاوی نه یوازې دا چې یوې سوله ییزې راتلونکې؛ بلکې د ټولو انسانانو د موجودیت لپاره اړینه ده.

د هغه په خبره، اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړۍ د وسلو کارونې ته نه ووایي.

د بې وسلې کېدنې د نړیوالې ورځې په مناسبت پریکړه لیک ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې او ۲۰۲۲ کال کې له تصویب وروسته هر کال د مارچ پنځمه د بې سلې کېدنې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.