د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په بامیان ولایت کې مېندو او ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه پراخوي.
دغه سازمان نن " چهارشنبه" په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د همدې چارې لپاره د سعودي د پاچا سلمان مرستندویه بنسټ یو اعشاریه یو میلیون ډالره ورکړي دي.
د دغو پیسو له لارې به چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته سپارل شوي، میندو ته د رواني روغتیا او ماشومانو ته عمومي روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د روغتیایي خدمتونو په پراختیا سره به بامیانو کې د میندواره مېرمنو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه کمه شي.
که څه هم په افغانستان کې دا مهال د مور او ماشوم د مړینې کلنی شمېر معلوم نه دی، خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان د دوی د ختیځې مدیترانې په سیمه کې د مېندو د مړینې لوړه شمېره لري.