د روسیې د یوه استخباراتي مقام ادعا؛ ناوالني په طبیعي مرګ مړ شوی

د کریملین مخالف الکسي ناوالني

د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې SVR مشر سیرګي ناریشکین وايي چې د کریملین د مخالف الکسي ناوالني د مړینې علت طبیعي عوامل و.

ناریشکین د روسیې له دولتي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه دا څرګندونې کړي.

هغه د ناوالنۍ د مړینې دقیق علت ونه ښود او یوازې دومره یې وویل چې ژوند ژر یا وروسته ختمېږي او خلک مري او زیاته یې کړه چې ناوالنۍ د طبیعي عوارضو په نتیجه کې مړ شوی دی.

داسې ښکاري چې د دې څرګندونو هدف د کریملین د سرسخت مخالف د مړینې په غبرګون کې د نړیوالو د غوسې کرارول دي.

ډېری لویدیځو مشرانو وویل چې پوتین د ناوالنۍ په مړینه کې لاس درلود خو کریملین په دې قضیه کې لاس لرل رد کړي دي.

الکسي ناوالنۍ د فبروري په ۱۶مه د ارکتیک سیمې په یوه لیرې پراته زندان کې سا ورکړه.