مصري چارواکي: حماس ډلې سره غزه کې د اوربند په اړه خبرو پرمختګ نه دی کړی

صالح العاروري، په قاهره کې د حماس ډلې د مذاکراتو د پلاوي مشر

مصري چارواکي وايي، په غزه کې د اوربند د ټینګولو او د اسراییلي برمته وو، د خوشې کولو لپاره له حماس ډلې سره په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.

مصر، متحدایالات او قطر له څو اونیو را په دې خوا هڅه کوي حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني په غزه کې د شپږو اونیو لپاره د اوربند، د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو او غزې ته د نړیوالو مرستو د پرېښودو په بدل کې د شاوخوا ۴۰ اسراییلي برمته وو خوشې کولو ته وهڅوي.

دوو مصري چارواکو ویلي چې د اوربند د خبرو دوه دورې پرون سه شنبې پای ته ورسېدې.

د دوی په وینا حماس ډلې یوه طرح وړاندې کړې ده چې منځګړي اړخونه به په راتلونکو ورځو کې له اسراییلو سره خبرې پرې وکړي.

یو بل مصري چارواکي وویل چې منځګړي مرکچیان به نن د حماس له پلاوي سره چې تراوسه په قاهره کې پاتې دی وګوري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون وویل چې په غزه کې د اوربند په اړه وروستۍ پرېکړه اوس د حماس په لاس کې ده.