امریکا افغانانو ته نوي تعلیمي فرصتونه اعلان کړل

له ارشیفه د امریکا متحدو ایالتونو بیرغ

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغانانو لپاره د وړیا کورسونو د پیلیدو خبر ورکړی. 

دغه سفارت په خپله ایکس پاڼه پرون لیکلي چې لوړو زده کړو ته د افغانانو د لاسرسي د ملاتړ د پروګرام له لارې په سوداګرۍ، معلوماتي ټېکنالوژۍ، ساینس، روغتیا او حقوقو کې روزنیزې دورې پیلوي. 

د سفارت د بیان په اساس، د دغه پروګرام له لارې افغانستان کې مېشت وړتیا لرونکو خلکو ته په وړیا توګه د انلاین روزنو زمینه برابریږي څو لا نور مهارتونه زده او خپلې اړیکې جوړې کړي. 

سفارت د دغو کورسونو د نوملیکنې انلاین ادرس په خپله ایکس پاڼه خپور کړی. 

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین د افغان ښځو د اقتصادي استقامت د اتحاد ناسته کې اعلان وکړ چې د امریکا حکومت د لسګونو لویو کمپنیو په ملتیا افغان ښځو ته د زده کړو زمینه برابروي.