ټرمپ خپلې یوازېنۍ انتخاباتي سیالې ته د قاطع ګوزار تمه لري

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ تمه لري چې نن د سوپر سه شنبې په نوم د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مهم پړاو کې خپلې یوازېنۍ سیالې نیکي هېلي ته قاطع ګوزار ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د انتخاباتي سیالیو په مقدماتي پړاو کې نن په ۱۵ ایالتونو کې د رایې اخیستلو مهمه ورځ ده.

ټرمپ چې له جنایي دوسیې سره سره په جمهوریپال ګوند کې دننه انتخاباتو کې بریالی روان دی، له مېرمن هېلي پرته نور ټول سیالان له مخې لیرې کړي او په دې لوی ډګر کې یوازې دا دوه کاندیدان پاتې دي.

نیکي هېلي چې په خپل پلرنې ټاټوبي جنوبي کارولینا ایالت کې د ترمپ پر وړاندې ماتې خوړلې ژمنه کړې چې تر سوپر سه شنبې پورې به مبارزې ته دوام ورکړي خو د نننۍ ورځې لپاره یې د کمپاین کومه غونډه نه ده پلان کړې.