کرن ډکر افغان مېرمنې بنفشه یعقوبي ته د زړورې ښځې د نړیوالې جایزې تر لاسه کولو مبارکي وویله

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې او د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې پر ایکس شبکې په جلا بیانونو کې د ښځو د حقونو فعالې بنفشې یعقوبي ته د زړورې ښځې د جایزې د ورکولو ستاینه کړې.

کرن ډیکر لیکلي چې د ښځو او معلولو افغانانو د ملاتړ په خاطر له آغلې یعقوبي څخه مننه کوي او رینا امیري د معلولو ښځو د حقونو د دفاع په خاطر هغه ستایلې ده.

یعقوبې د هغو ښځو په ډله کې وه چې پرون په سپینه ماڼۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د زړورو ښځو جایزې ورکړل شوې.

هغه چې نابینا ده په ۲۰۰۸ کال کې له خپل مېړه سره په ګډه په افغانستان کې د رهیاب په نوم یو بنسټ جوړ کړ چې نابینایانو ته یې روزنیز او د ځواکمنېدو پروګرامونه برابرول.

آغلي یعقوبي اوس له افغانستانه بهر هم د معلولیت لرونکو افغانانو او د نجونو د زده کړې د حقونو لپاره فعالیت کوي.