راپورونه: روسیې د جرمني سفیر احضار کړی

د جرمني بیرغ

په روسیه کې د جرمني سفیر الکساندر لامبسدورف د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې شاوخوا یو ساعت تېر کړ.

د دې غونډې د ترسره کېدو د لامل په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شول.

د جرمني سفیر په داسې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرکزي دفتر ته تللی چې د اوکراین په اړه د جرمني افسرانو ترمنځ د افشا شویو خبرو د منځپانګې خپرېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو لامل شوي دي.

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې لامبسدورف اوکراین ته د پرمختللو وسلو د رسولو په اړه د جرمني د پوځي افسرانو د افشا شویو غږیزو فایلونو له امله احضار شوی دی.

خو د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند ویلي چې دا غونډه "له مخکې پلان شوې غونډه" وه.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل چې افشا شوې خبرې "یو ځل بیا د اوکراین په شخړه کې د لویدیځ مستقیم او ډله ایز ښکیلتیا څرګندوي."

هغه زیاته کړه چې دا خبرې ښیي چې جرمني په جدي ډول د روسیې پر خاوره د برید پر پلان غور کوي.