د امریکا سفارت: د افغانستان وحشي ژویو ته دې خوندي چاپېریال برابر شي

تصویر له ارشیفه

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د وحشي ژویو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د وحشي ژویو د چاپېریال پر خوندي کولو او ساتنې ټینګار کړی دی.

دې سفارت پرون یکشنبې( د مارچ درېیمه) د دغې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د وحشي ژویو متنوع او بډایه چاپېریال ته باید پام وشي.

سفارت د بېلګې په توګه د بېساري واورین پړانګانو او د مارخور غرڅو یادونه کړې او ویلي یې دي چې هر ژوی زموږ د ایکو سیسټم په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

د سفارت پر ایکس پاڼې لیکل شوي: راځئ په ګډه د افغانستان بېساری طبیعي میراث خوندي او هغه وساتو.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د وحشي ژویو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د وحشي ژویو د چاپېریال په خوندیتوب ټینګار داسې مهال کوي چې په دې هېواد کې ډېر وحشي ژوي د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې له مینځه تللي او د واورین پړانګانو په څېر ځینې کمیابه ژوي یې د انقراض له خطرسره مخ دي.