جنوبي کوریا او امریکا د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو پر وړاندې پوځي مانورې پیل کړې

د مانوریو یوه برخه

جنوبي کوریا او د امریکا متحدو ایالتونو نن پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل ترڅو د شمالي کوریا د اټومي ګواښ په وړاندې خپلې وړتیاوې او تیاری پیاوړی کړي.

دغه پوځي تطبیقات وروسته له هغې پیلیږي چې شمالي کوریا د روان کال په پیل کې د راکټي ازموېنو او د جګړه ییزو بیانونو په زیاتوالي سره دښمني زیاته کړې ده.

د جنوبي کوریا او د متحدو ایالتونو ځواکونه د کمپیوټر له لارې د ازادۍ ډال یا فریډم شیلډ په نوم د قوماندې د یوه روزنیز مرکز او د مختلفو ځمکنیو عملیاتو له لارې دغه یوولس ورځني پوځي تطبیقات سرته رسوي.

شمالي کوریا تراوسه د دغو کلنیو پوځي تمرینونو پر وړاندې چې هغه د خپل ځان په وړاندې یرغلیز تمرینونه بولي، غبرګون نه دی ښودلی.

دې هېواد په تېر کې د خپلو مخالفینو له خوا د دا ډول ګډو پوځي تطبیقاتو په وړاندې د وسلو لمسوونکې ازموېنې ترسره کړې دي.