د افغانستان متحده جبهه: له مخکینیو امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ هڅې پیل شوې دي

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یو شمېر ځواکونه - تصویر له ارشیفه

د افغانستان متحده جبهه وایي په هېواد کې دننه او ځینو نورو هېوادونو کې د ایسارو پخوانیو ځواکونو د لاسنیوي او همکارۍ لپاره هڅې کوي.

د دې جبهې یوه مسوول جنرال خوشال سعادت پرون د امریکا په پلازمېنه واشنګتن ډي سي کې د «افغان سرتېرو د درنښت» په نوم یوې غونډې ته دا خبره وکړه.

په دې غونډه کې د جنرال اکمل امیري، جنرال رازق او ځینو نورو پخوانیو افغان لوړپوړو پوځي قومندانانو عکسونه ځړول شوي وو چې له طالبانو سره په مخامخو جګړو یا د هغوی په بریدونو کې وژل شوي.

په دې غونډه کې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ځینو مشرانو او ځینو نورو خلکو برخه اخیستې وه.

خوشال سعادت پر طالبانو نیوکه وکړه چې د افغانانو په وړاندې د ده په خبره بې دریغه زور زیاتی کوي.

د افغانستان متحده جبهه د پوځ د پخواني جنرال سمیع سادات له خوا جوړه شوې او اکثر هغه پخواني قومندانان او جنرالان پکې شامل دي چې کلونه یې د طالبانو پر وړاندې جګړه مخته وړله.