زیلینسکي: نړیوال دې د روسیې په ماتولو کې مرسته راسره وکړي

د اوکراین ولسمشر، ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر له نړۍ وغوښتل چې د روسیې په ماتولو کې ورسره مرسته وکړي.

ولودومیر زیلینسکي پرون (د مارچ ۳مه) په یوه بیان کې وویل چې اوکرایني ماشومان د روسیې د پوځ هدف دي.

هغه د اودیسا په ښار کې هغه برید ته اشاره وکړه چې د شنبې په ورځ په کې څلور ماشومان ووژل شول.

تېره ورځ د اوکراین پوځ تایید کړه چې په اودیسا کې د روسیې د برید په پایله کې د قربانیانو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی دی.

د مارچ درېیمه یکشنبه د اودیسا په ښار کې د قربانیانو په یاد د ماتم ورځ اعلان شوې وه.