د نفتو صادرونکو هېوادونو د سازمان (OPEC) غړو هېوادونو موافقه کړې چې د روان کال په دویمه ربع کې به د تېلو صادراتو کمولو ته دوام ورکړي.
د سعودي عربستان او روسیې په مشرۍ اوپیک پلس پرون (د مارچ ۳مه) وویل چې د تېلو په صادراتو کې کموالی به د روان کال د جون تر پایه دوام وکړي.
روسیه چې د اوپیک له متحدینو څخه ده، ویلي چې د روان کال په دویمه ربع کې به هره ورځ ۴۷۱ زره بېرله تېل تولید کړي.
د روسیې د صدراعظم مرستیال الکساندر نوواک ویلي چې دا پریکړه یې د اوپیک پلس سازمان له غړو سره تر خبرو اترو وروسته کړې ده.