د اسراییل پوځ: غزه کې مو پر د بشري مرستو پر ترلاسه کوونکو برید نه دی کړی

غزه کې یو شمېر اسراییلي پوځیان

د اسراییل د پوځ ویندوی نن (یکشنبې) وویل، تېره اوونۍ په غزه کې د مرستو په کاروان کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د دوی لومړنۍ پلټنې بشپړې شوې دي.

د پوځ په وینا، په دغو پلټنو کې څرګندېږي چې د دوی ځواکونو پر کاروان برید نه دی کړی؛ بلکې اکثره فلسطینیان په ګڼه ګوڼه کې مړه شوي دي.

په غزه کې جګړه د اکتوبر په اوومه هغه مهال پیل شوه چې حماس چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې تروریستي ډله ګڼي، د اسراییل په خاوره کې برید وکړ او نژدې ۱۲۰۰ تنه یې ووژل.