د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ښځینه وو په ګډون سوداګریز پلاوي سره ترکمنستان ته تللی

تصویر له ارشیفه - د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په ترکمنستان کې د یوې غونډې پر مهال

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د خصوصي سکتور یو پلاوی چې ښځینه سوداګرې هم پکې شاملې دي، ترکمنستان ته تللی دی.

دغه پلاوي پرون (شنبې) د ترکمنستان د سوداګرو او پانګوالو د ټولنې له مشر نوکر قُلي اوف سره پر دوه اړخیزو سوداګري اړیکو او پانګونې خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي عشق اباد ته تر روانېدو مخکې د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې په دې سفر کې د ۱۵ ښځینه سوداګرو په ګډون ۲۵۰ افغان سوداګر ورسره مله دي.