د جرمني د لوړپوړو امنیتي چارواکو یو غږیز فایل د روسیې لاس ته رسېدلی

د جرمني ځواکونه

د جرمني حکومت وايي په روسي رسنیو کې د هغه خپاره شوي غږیز پیغام په اړه تحقیقات کوي چې ویل کېږي په هغه کې ظاهرا د جرمني د پوځ جګپوړي چارواکي په یوه ټلفوني کنفرانس کې اوکراین ته د وسلو د سپارلو په اړه خبرې کوي.

دې غږیز پیغام په جرمني کې د احتمالي جاسوسۍ فعالیتونو په اړه اندېښنې پارولې دي او برلین په دې اړه له مسکو څخه د شفافیت غوښتنه کړې.

په دې غږیز پیغام کې د نورو مسایلو ترڅنګ اوکراین ته د تاروس په نوم د کروز ډوله توغندیو د احتمالي سپارلو په اړه، چې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ تراوسه په علني ډول رد کړي دي، بحث کېږي.

د جرمني د دفاع وزارت ویاند پرون- د مارچ په دوهمه وویل چې نه شي کولای د دې غږیز پیغام رېښتینولي او اصلیت تایید کړي.

دا غږیز پیغام د لومړي ځل لپاره د رشیا ټوډې رسنۍ مسوولې مدیرې مارګاریتا سیمونیان د جمعې په ورځ خپور کړ.

رویټرز خبري آژانس هم د دې غږیز پیغام اصلیت په خپلواک ډول نه دی تایید کړی.