د افغانستان د اتلتیک د ملي لوبډلې لوی روزونکی سخي زاده ایران کې ومړ

احمد فیروز سخي زاده

د افغانستان د اتلتیک د ملي لوبډلې لوی روزونکی احمدفیروز سخي زاده پرون په ایران کې په حق ورسېد.

د هېواد د اتلتیک د دې مخکښ روزونکي د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته وویل، سخي زاده چې په ورځ کې به یې د اعصابو د آرامولو څو ټابلیټونه خوړل، د شنبې په ورځ د زړه د درېدو له کبله سا ورکړه.

نوموړي چې له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې په ایران کې اوسېده، وروستی ځل تېره اونۍ د افغانستان د اتلتیک له ملي لوبډلې سره په تهران کې د آسیا د اتلتیک په لوبو کې د لوی روزونکي په توګه ګډون وکړ.