د لوګر د مس عینک کان له سیمې سلګونه تاریخي آثار کابل ته لېږدول شوي

د لوګر د مس عینک کان سیمه

د طالبانو حکومت وايي د مس عینک کان له سیمې څخه یې سلګونه تاریخي آثار کابل ته استولي دي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، پرون د طالبانو د حکومت د لرغون پوهنې د رییس ذبیح الله سادات له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د کوشاني دورې اړوند ۴۰۰ لرغونی آثار چې په وروستیو کې د لوګر په مس عینک کان کې موندل شوي وو، د کابل موزیم ته استول شوي دي.

د مس عینک د استخراج چارې له څو کلونو راهیسې د دې کان په سیمه کې د بودایي دورې د یو لرغوني ښار د اړوندو راپورونو له کبله ځنډېدلې وې.

پرځېدلي جمهوري نظام د دې کان د استخراج د چارو قرارداد له یوه چینايي شرکت سره کړی و، خو په دې کان کې عملي کار څوکاله وځنډېد.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته یوځل بیا د مس عینک کان پر پروژې کار پیل کړ او غواړي چې د دې پروژې په وسیله له چین سره ځان نژدې کړي.