د امریکا پولیسو د هغه تنکي ځوان د نیولو خبر ورکړی چې په واشنګټن کې د یوه افغان په وژلو کې په لاس لرلو تورن دی.
دغه افغان چې نصرت احمدیار نومېږي کلونه يې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکې په توګه کار کړی و.
هغه د ۲۰۲۳م کال د جولای په درېیمه په واشګټن کې هغه مهال ووژل شو چې له موټره يې سپرلۍ ښکته کوله.
د احمدیار ملګرو پولیسو ته ویلي، پر هغه د کرایه د غوښتلو پر مهال ډزې وشوې.
خو د واشنګټن پولیسو ویلي، هغه له سپرلۍ ښکته کولو وروسته په خپل موټر کې ناست و چې څو تنکي ځوانان ورغلل او هڅه يې وکړه چې د هغه موټر ترې واخلي.
۳۱ کلن احمدیار پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا ته تللی و او په شمالي ویرجینیا کې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره مېشت و.