د امریکا پوځ د حوثي یاغیانو یو توغندی له منځه وړی

حوثي یاغیان

د امریکا یو شمېر پوځي قومندانانو پرون د مارچ اوله په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو د یوه توغندي د له‌منځه وړلو خبر ور کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د دغو قومندانانو په حواله راپور ورکړی چې تمه وه دا توغندی وتوغول شي، خو دوی پرې برید وکړ.

په منځني خیتځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، وروسته له هغې چې دوی ولیدل چې د امریکا یوه بېړۍ له خطر سره مخ ده نو پر توغندي يې برید وکړ او نابود يې کړ.

حوثیان چې د جګړه ځپلي یمن ډېره برخه تر واک لاندې لرې، د تېر کال د نومبر راهیسې په سره سمندرګی کې پر سوادګریزو بېړیو بریدونه کوي.

د حوثیانو په خبره، دوی دا کار پر غزه د اسراییلو د برید په ځواب او د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره ترسره کوي.

امریکا له دې وړاندې هم څو ځلې د حوثیانو تر واک لاندې سیمو کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.