د امریکا بهرنیو چارو وزارت 'بنفشه یعقوبي' د زړورې ښځې د جایزې ګټونکې اعلان کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون غړې بنفشه یعقوبي د ۲۰۲۴م کال د زړورې ښځې د جایزې له دولسو ګټونکو څخه یوه اعلان کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان پر اساس، مېرمن یعقوبي او یولس نورې ښځې له ایران څخه د فریبا بلوچ په ګډون به د زړورو ښځو دا جایزه د مارچ میاشتې په څلورمه په یو لړ مراسمو کې ترلاسه کړي.

په بیان کې راغلي، په دې مراسمو کې به د امریکا د بهرنیو وزیر انټونې بلېنکن او د دې هېواد لومړی مېرمن جیل بایډن ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي، مېرمن یعقوبي کلونه د هغو ښځو له حقونو چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي، دفاع کړې ده.

وړاندې راغلي، مېرمن یعقوبي او خاوند يې په ۲۰۰۸م کال کې د کم لیده کسانو د روزنې لپاره د رهیاب په نوم یو سازمان هم رامنځته کړ.

له افغانستان څخه له مېرمن یعقوبي او له ایرانه د مېرمن بلوچ سربېره لس نورې ښځې له بنګله‌دېش، بېلارس، بوسنیا هرزي ګوینا، برما، کیوبا، اکوادور، ګامبیا، جاپان، مراکش او یوګانادا څخه د ۲۰۲۴ کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورې ښځې جایزې ګټونکې اعلان شوي دي.