د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغانانو لپاره د امریکا د نړیوالو زده کړو د شورا د پروګرام د پرانیستو خبر ورکوي.
د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن دیکر پرون پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د دې پروګرام په پرانیستونکې غونډه کې یې له سلو افغان فارغانو سره یوځای ګډون وکړ.
مېرمن دیکر لیکلي چې افغان فارغان د اړیکو، همکارۍ او مشارکت په لټه کې دي او غږ یې ډېر مهم دی.
مېرمن دیکر د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوالو زده کړو د شورا د پروګرام د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې متحدایالات د افغانستان د راتلونکې په جوړولو کې له دې ډلې فارغانو سره مرسته کوي.