پاکستان د افغانستان له لارې د انرژۍ لېږد په تړاو د نړیوال بانک له پلانه هرکلی وکړ

د کاسا۱۰۰۰ پروژې د پرانیستې له مراسمو یو انځور. د ۲۰۱۶ کاف د مې۱۲مه

د پاکستان حکومت د نړیوال بانک د هغه پلان هرکلی کړی چې غواړي د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته د انرژۍ د لېږد او سوداګرۍ پر پروژې بیا کار پیل کړي.

د پاکستان حکومت په یوه بیان کې چې پرون د مارچ په لومړۍ نېټه خپور شو، دا ژمنه ستایلې او ویلي یې دي چې د نړیوال بانک دا اعلان په سیمه کې د انرژۍ د انتقال لپاره د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نښه ده.

پر دې پروژې د کار د بیا پیل غوښتنه قرغزستان، تاجکستان او پاکستان چې د افغانستان ترڅنګ د دې پروژې ګډونوال دي، په تېره ډسمبر میاشت کې نړیوال بانک ته وړاندې کړې وه او نژدې دوه اوونۍ مخکې نړیوال بانک په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د یوې نوې تګلارې له مخې به د کاسا زر پروژې د بشپړولو عملي کار پیل شي.

خو نړیوال بانک ټینګار کړی چې د دې پروژې د رغونې د لګښتونو او په راتلونکي کې د هغې د عوایدو چارې به له افغانستانه بهر سمبالېږي او د طالبانو حکومت به په کې ښکېل نه وي.

د طالبانو حکومت د نړیوال بانک د دې اعلان په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې یې له نړیوالو موسسو غوښتي وو چې په افغانستان کې خپلې ټولې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

کاسا زر پروژه د تاجکستان او قرغزستان د برښنا انرژي د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته لېږدوي.