د افغانستان په شلو ولایتونو کې د واورې او بارانونه د ورېدو اټکل شوی

ارشیف: د بامیان ښار یوه څنډه چې واوره پرې ورېدلې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې له اټکل سره سم نن او سبا به د افغانستان په شلو ولایتونو کې واورې او بارانونه واوري.

د هواپېژندنې د ریاست له وړاندوینې سره سم، د سالنګونو په شمول په ځینو سیمو کې به تر ۸۰ سانتۍ پورې واوره واوري.

دې ادارې د باران اندازه له ۱۵ میلي تر ۵۰ میلي مترو پورې اټکل کړې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د فواید عامې وزارت ویندوی محمداشرف حق شناس ویلي چې د درنې واورې د اورېدو له کبله د سالنګ لویه لار بیا بنده شوې ده.