د هرات هوايي ډګر بېرته پرانیستل شو

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

د هرات ولایت هوايي ډګر چې د واورو د اورېدو له کبله درې ورځې بند و، نن بېرته پرانیستل شو.

د طالبانو د ملکي هوايي چلن وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اوس دا هوايي ډګر الوتنو ته چمتو شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې پر اساس، د هرات په هوايي ډګر کې د پېلوټ د لیدو ساحه د واورو د اورېدو له کبله محدوده شوې وه او له همدې کبله دغه هوايي ډګر ته الوتنې لغوه شوې وې.