د پاکستان پارلمان ريیس وټاکه

د عکس ښي لور ته ایاز صادق، چې د مسلم لیګ نواز ګوند غړی دی، د پاکستان د ملي جرګې د غړیو د رایو په اکثریت ريیس غوره شو.

د پاکستان پارلمان نن ريیس وټاکه.

ایاز صادق، چې د مسلم لیګ نواز ګوند غړی دی، د پاکستان د ملي جرګې د غړیو د رایو په اکثریت ريیس غوره شو.

د پاکستان په ملي جرګه کې د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پلوي غړیو د صادق له انتخابېدو سره مخالفت وکړ او ادعا یې وکړه چې د پاکستان د فبرورۍ د اتمې نېټې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده.

د پاکستان ملي جرګه ۳۳۶ چوکۍ لري او د دې لپاره چې هیڅ ګوند پنځوس جمع یو رایې ترلاسه نه کړای شوې، اوس د څو ګوندونو د ايتلاف په نتیجه کې حکومت جوړېږي.

ټاکل شوې ده چې شهباز شریف د یکشنبې په ورځ د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره پارلمان ته حاضر شي.