یونان کې په بند محکوم شوي څلور افغانان بیا استېناف محکمې ته حاضرېږي

د یونان بیرغ

یوناني رسنیو راپور ورکړی، هغه څلور افغانان به چې د موریا په نوم د کډوالو په کمپ کې د اورلګېدنې په تړاو په بند محکوم شوي وو، بیا استنېاف محکمې ته حاضر کړای شي.

دغو رسنیو لیکلي چې دغه افغانان په ۲۰۲۰م کال کې د لیسوس په موریا کمپ کې د اورلګېدنې په پېښه کې د دخالت له کبله په لس- لس کاله بند محکوم شوي دي.

د یونان رسنیو لیکلي چې دغه کسان به راروانه دوشنبه بیا د استنېاف محکمې خونې ته حاضر کړای شي.

په موریا کمپ کې چې تر ټاکلي حد خورا زیات کسان په کې مېشت وو، هغه اور تر بلوا وروسته د ۲۰۲۰م کال د سپټمبر پر اتمه د کرونا وبا پر مهال لګېدلی و او له کبله یې شا و خوا ۱۳زره کسان بې سرپناه شوي وو.

تر هغې غمیزې پنځه ورځې وروسته یوه ۴۲ کلن افغان په هغه پېښه کې پر خپل دخالت اعتراف وکړ او د خپلو ملګرو نومونه یې په ډاګه کړل.