یو روسی وګړی د مایکرو الیکټرونیکونو د قاچاق په تور مجرم وپیژندل شو

د امریکا د عدلیې وزارت ودانۍ

د متحده ایالاتو عدلي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۹مه په یوه بیان کې وویل چې یو روسی وګړی له متحده ایالاتو روسیې ته د پوځي درجې مایکرو الیکټرونیکونو د لوی مقدار د قاچاق په تور مجرم وپیژندل شو.

۵۱ کلن ماکسیم مارچینکو د تېر کال په سپټمبر میاشت کې نیول شوی و.

هغه او دوه نور روسان تورن شوي چې د مایکرو الیکټرونیک د پېرنې د پټولو لپاره یې جعلي شرکتونه کارولي.

مایکرو الکټرونیک وړې ګرانبیه آلې دي چې د برقي وسایلو د بېلابېلو عملیو لکه القا، زېرمې او انتقال لپاره کارېږي.

د پنجشنبې په ورځ د فبروري په ۲۹مه مارچینکو د نیویارک په محکمه کې د پیسو مینځلو په یوه قضیه کې مجرم وپیژندل شو چې د 20 کلونو بند محکومیت لري.

همداراز له امریکا څخه د قاچاق په یوه قضیه کې چې په اعظمي توګه ۱۰ کاله بند لري مجرم وپېژندل شو او په خپلو جرمونو یې اعتراف وکړ.

ټاکل شوې د جون په شپږمه دغه روسی بیا محاکمه شي.