افغان بوکسر محمد ذکریا زماني خپل فرانسوی سیال په درېیم رونډ کې مات کړ.
د دوی لوبه پرون د تایلند په پلازمېنه بنکاک کې وشوه.
زماني چې د افغانستان استازیتوب کاوه خپل فرانسوی سیال ابراهیم شبان چې دری بریاوې یې درلودې او تر دې لوبې پورې یې ماته نه وه خوړلې په دریم رونډ کې په تخنیکي بڼه ناک اوټ کړ.
دا په حرفوي سوک وهنه کې د ذکریا زماني اتمه بریا وه.