طالبانو له دوو شرکتونو سره د غور د سرب او جستو د استخراج قرارداد لاسلیک کړ

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غور ولایت موقعیت

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې له دوو خصوصي شرکتونو سره یې د غور ولایت د سرب او جستو کان د استخراج قرارداد په ۹۰ میلیون ډالره لاسلیک کړ.

د طالبانو دغه وزارت پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې د غور د سربو او جستو د کان په اړه ویلي چې د دغه کان لومړی بلاک څه باندې ۱۷۵ کیلومتر مربع مساحت لري او قراردادي شرکتونه به په لومړي پړاو کې د جستو او سربو پر اکتشاف ۱۰ میلیون ډالره او په دوهم پړاو کې په استخراج څه باندې ۳۷ میلیون ډالره پانګونه وکړي.

د خبرپاڼې پر اساس د غور د سربو او جستو کان د درېیم نیم بلاک څه باندې ۱۰۴ کیلومتر مربع مساحت لري او قراردادي شرکتونه به پر اکتشاف څه باندې شپږ نیم میلیون ډالره او استخراج باندې څه باندې ۴۱ نیم میلیون ډالره پانګونه وکړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت پر اساس، قراردادي شرکتونه دواړه افغاني دي.

د کانونو متخصصان وايي چې د طالبانو له لوري د کانونو په قراردادونو کې شفافیت نه شته او دا هم نه معلومېږي چې د قراردادونو موده څومره وي.