په هلمند کې د یوې خونې د چت پرېوتو له کبله څلور کسان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولایت موقعیت

د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ په خرابې سیمه کې د شدیدو اورښتونو له امله څلور کسان هغه مهال مړه شول چې د خونې چت پرې راپوېوته.

په هلمند کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد پرون پنجشنبې رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې چې وړمه شپه وشوه، د یوې کورنۍ دوه ماشومان، مور او پلار مړه شوي دي.

ده همداراز وویل چې د هلمند د کجکي ولسوالۍ په ابدار کلي کې هم د شدیدو اورښتونو له امله په ورته پېښه کې یوه میرمن مړه شوې او یو نارینه ټپي شوی دی.