په خیبر پښتونخوا کې وسله‌والو یو واکسیناتور او یو پولیس وژلي

ارشیف: په پاکستان کې پولیسو د واکسیناتورانو امنیت ټینګ کړی دی.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې نامعلومو وسله‌والو د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ یو واکسیناتور او یو پولیس وژلي دي.

د وژل شوي واکسیناتور نوم غني الله ښودل شوی او د کورنۍ غړي یې وايي چې د نوموړي مړی یې پرون سهار کور ته نژدې ومونده.

له دې جلا د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله‌والو په برید کې لږترلږه یو پولیس وژل شوی دی.

دا پېښې په داسې حال کې شوي چې په لکي مروت او شاوخوا سیمو کې یې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسیناسیون کمپاین پیل شوی او نن یې وروستۍ ورځ ده.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازېني دوه هیوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناورغي په‌کې محوه شوې نه ده.