عيني شاهدان: اسراييلي ځواکونو په غزه کې پر مرسته ترلاسه کوونکو د ډزو پر مهال له ۱۰۰ زيات کسان وژلي

غزه کې د هوا له لارې د غورځول کېدونکو بشري مرستو لپاره ولاړ فلسطینیان

د غزې تړانګې په غزې ښارکې نن عیني شاهدانو وویل چې د فلسطینیانو پرهغې ګڼه ګوڼې چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو، د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې له سلو زیات کسان وژل شوي دي.

د اسوشیتید پرس آژانس د راپورله مخې، په دغو وژنو سره د روغتیایي چارواکو په وینا په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰ زرو اوښتی دی.

له دې مخکې په سیمه کې د الشفاء روغتون چارواکو دا د خلکو پرګڼه ګوڼې د اسراییل هوایي برید یاد کړی و خو عیني شاهدانو وروسته وویل چې اسراییلي ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې چې خلکو له لاریو اوړه او کنسر شوي مواد ښکته کول.

اسراییل په دې پېښه کې د خپلو ځواکونو د لاس لرلو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.