د پاکستان د نوي پارلمان غړو لوړه وکړه

د پاکستان د پارلمان ودانۍ

د پاکستان نوي مرکزي پارلمان یا ملي اسامبلې نن خپله لومړۍ غونډه وکړه او نویو ټاکل شویو غړیو یې له ترسره شویو انتخاباتو درې اونۍ وروسته چې پکې د درغلۍ پراخ تورونه لګول شوي، لوړه وکړه.

د پارلمان نویو غړیو ته د لوړې مراسم د دې پارلمان د پخواني رییس راجا پرویز اشرف له خوا ترسره شول.

ټاکل شوې چې سبا د پارلمان ریس او مرستیال یې وټاکل شي او د مارچ په ۴ به هم دوی د پاکستان نوی صدراعظم غوره کوي.

د پاکستان د فبرورۍ د اتمې په انتخاباتو کې د پاکستان د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان ګوند له ګډونه منع شوی و، خو پلویانو ډېرې رایې ګټلي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، صدراعظم باید د یوه ګوند یا ګوندونو له خوا چې ډېرې رایې یې ګټلې وي، وټاکل شي.

د صدراعظمي څوکۍ ته د مسلم لیګ نواز ګوند چې د پاکستان له پیپلز ګوند او یو شمېر نورو کوچینیو ګوندونو سره یې د ایتلافي حکومت پر جوړولو سلاکړې، پخوانی صدرعظم شهباز شریف وړاندیز کړی دی.