امریکا:د طالبانو له خوا د امریکایي اتباعو نیول د مثبت تعامل پر وړاندې یو مهم خنډ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو له خوا د امریکایي اتباعو نیول د مثبت تعامل پر وړاندې یو مهم خنډ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون چهارشنبې په واشنګټن کې له طالبانو سره د زنداني امریکایي وګړو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکایي چارواکو د طالبانو له استازیو سره د کتنو په ګډون په دوامداره توګه فشار را وستی چې په دې هېواد کې دې امریکایي بندیان له قید و شرط پرته سمدستي خوشې شي.

هغه زیاته کړه چې دغه کړکېچ د مثبتې ښکېلتیا پر وړاندې یو مهم خنډ دی.

ښاغلي مېلر په خپلو خبرو کې په ډاګه نه کړه چې څومره امریکايي وګړي دا مهال په افغانستان کې زنداني دي، خو امریکایي سي بي اېس تلویزیون څه موده مخکې د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه و اخیستی، راپور ورکړ چې د راین کاربېټ په ګډون دا مهال ۶ امریکایان په افغانستان کې له طالبانو سره زنداني دي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه چې څومره امریکايي وګړي یې زنداني کړي او د زنداني کېدو لاملونه یې څه دي، تراوسه رسماً څه نه دي ویلي.