امریکا د هوا له لارې غزې ته پر مرستو رسولو غور کوي

غزه کې د هوا له لارې د مرستو ښکته کول

یوه امریکایي چارواکي وویل چې د ولسمشر جوبایډن اداره پر دې غور کوي چې په غزه کې د هوا له لارې په پوځي الوتکو کې مرستې ښکته کړي، ځکه د ځمکې له لارې د مرستو استول ډیر ستونزمن شوي دي.

پر غزې د اسراییل د برید له امله اکثر هغه سیمې چې ډیر خلک پکې اوسیدل ورانې شوې دي، په دې جګړه کې په لسګونو زره کسان وژل شوي او د غزې نژدې نیمایي کسان بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، په فبرورۍ میاشت کې د جنورۍ د میاشتې په پرتله بشري مرستې نیمایي کمې شوې دي.

د ملګرو ملتو په وینا، په غزه کې لږ تر لږه پنځه لکه شپږ اویا زره کسان د قحطۍ په درشل کې دي.