د سپینې ماڼۍ ویانده: دوحې تړون افغان حکومت کمزوری او طالبان پیاوړی کړل

د دوحې تړون د لاسلیک د مراسمو تصویر - ارشیف

د سپینې ماڼۍ ویانده وایي، د دوحې تړون په افغان حکومت کې د دوی شریکان کمزوري او طالبان پیاوړي کړل.

کارن ژان پییر دا خبره پرون په واشنګتن ډي سي کې خبرې غونډې ته وکړه او زیاته یې کړه چې د ولسمشر ډانالډ ټرمپ د حکومت په وخت په دوه زره شلم کال کې دا تړون لاسلیک شوی و چې د جمهور رییس جو بایډن حکومت له یوه ترسره شوي عمل سره مخامخ و.

د نوموړې په وینا، دوی ته د تړون له عملي کولو پرته بله لاره پاتې نه وه.

له ننه څلور کاله مخکې د قطر په پلازمېنه کې د امریکا د هغه وخت د جګپوړي دیپلومات زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر ترمنځ دا تړون لاسلیک شو.

د سپینې ماڼۍ ویاندې اغلې پییر پرون دا خبره هم وکړه چې طالبانو د دې تړون ژمنې بشپړې نه دې عملي کړي او د دې ژمنو د عملي کیدو لپاره متحد ایالتونه هڅې کوي.